کار او ټولنیزو چارو وزارت ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې پنځو موسسو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د پنځه کورنیو موسسو ترمنځ د ځوانانو لپاره د کارموندنې او په هېواد کې له اړمنو ماشومانو سره د هر اړخیزې مرستې په موخه یو کلن هوکړه لیک لاسلیک شو.
د خبر له مخې د دغه وزارت مسوولینو له نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې له اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړی.
د یادو بنسټونو مسوولینو په دغه بهیر کې پر روڼتیا ټینګار وکړ او وې ویل، چې په بېلابېلو ولایتونو کې به د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ خپل خدمات پیل کړی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی، اړو کسانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو لپاره زیاتې اسانتیاوې برابروی.
یاد وزارت په داسې مهال یاد هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، چې د هېواد ځوانان د بې روزګارۍ او فقر له امله هره ورځ په غیر قانونی لارو له ملک څخه په وتو دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.