کاملوف پر افغانستان د اقتصادی فشارونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې

ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۸مه) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پر افغانستان د وضع شوو اقتصادی بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې.
عبدالعزیز کاملوف په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلی چې افغانان له سخت اقتصادی او بشری وضعیت سره مخ دی او د نړیوالې ټولنې بېړنیو مرستو ته اړتیا لری.
دده په وینا په ګاونډی افغانستان کې یې خلک له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دی نو له همدې امله له نړیوالې ټولنې غواړی چې پر دغه هېواد اقتصادی فشارونه پای ته ورسوی او کنګل شوې پانګه یې ازاده کړی.
د کاملوف په خبره په افغانستان کې د دې وخت نه دی، چې نړیواله ټولنه له فشارونو کار واخلی او یا د خلکو ژوند ته ګواښونه پېښ کړی.
تر دې وړاندې روسیې، چین او پاکستان هم پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړل شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.