کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کاناډا د هغو افغان کډوالو تمویل بند کړ، چې په پاکستان کې د کاناډا د ویزو په انتظار ناست دی.
تر دې وړاندې کاناډا ژمنه کړې وه، هغو افغانانو ته به د کډوالۍ ویزې ورکوی چې په افغانستان کې له کاناډایی ځواکونو سره همکاری کړې.
په افغانستان کې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته ډېری دغه افغانان پاکستان ته تللی او کاناډا ته د تللو په تمه دی.
دغو افغانانو ته د کاناډا د کډوالۍ ادارې پیسې او امکانات برابر کړی وو.
اوس د کاناډا د دولتی ټلوېزیون د راپور لهمخې د کاناډا حکومت په پاکستان کې دغو افغان کډوالو ته د سرپناه پیسې بندې کړی دی.
دې ادارې ویلی چې دا یو موقتی کار و، ځکه پناه غوښتونکو سرپناه ته اړتیا درلوده څو په دې موده کې خپل اسناد برابر کړای شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ