کانونو وزارت د آزادې داوطلبۍ له لارې د آمو سیند نفتی حوزو ۶۰ زره ټنه نفت وپلورل

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د کانونو او پټرولیم وزارت د آزادې داوطلبۍ له لارې د پروسېس په موخه د آمو سیند نفتی حوزې د ۶۰ زره ټنه نفتو د پلور خبر ورکړی.

د خبر پر بنسټ، دغه اندازه تېل چې ټولیز ارزښت یې ۲۵.۵ میلیونه ډالره کیږی، د پروسېس په موخه یوه کورنی شرکت باندې پلورل شوی دی.

 دا مهال د هېواد په آمو نفتی حوزه کې د نفتو د استخراج ۱۸ کړۍ څاګانو څخه په ورځ کې ۱۱ سوه ټنه نفت استخراجیږی.

د یادونې وړ ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت دوه ورځې وړاندې په دې حوزه کې د ۲۴کړۍ نویو څاګانو د کېندلو خبر هم ورکړ، چې په دې سره هېواد کې د نفتو ورځنی استخراج ۲زره ټنو ته ورسېد.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.