کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وایی، د هېواد د کانونو پیسې به په پراختیایی او رغنیزو پروژو باندې ولګوی.
نوموړی چې په یوه رسمی سفر کندهار ولایت ته تللی، د دې ولایت د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو او د کانونو د استخراجی شرکتونو له استازو سره لیدلی او د ستونزو د حل لپاره یې ورته لارښوونې کړې دی.
د خبر له مخې نوموړی ویلی، چې د هېواد د کانونو له درکه ترلاسه کېدونکې پیسې به د هېواد آبادۍ او ښېرازۍ په برخه کې لګول کیږی.
نوموړی زیاته کړې، چې دغه لار کې به ټول هغه خنډونه له منځه یوسی، کوم چې په هېواد کې د کانونو د مسلکی او فنی استخراج مخه نیسی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ