معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کاپیسا کې د ترافیکي پېښې له امله لسو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کاپیسا کې د ترافیکي پېښې له امله لسو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کاپیسا امنیتي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په اله‌سای ولسوالۍ کې د یوه ټونس ډوله موټر د چپه کېدو له امله د یوې مېرمنې په ګډون څلور تنو ژوند بایللی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د خبر پر بنسټ د کاپيسا امنیې قومندانۍ ویلي، دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال رامنځته شوې ده.

د روغتیایي مسوولینو په وینا د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته په وخت رسول شوي دي.

د ترافیکي پېښو له امله دې وروستیو کې ډېری افغانانو ته مرګ – ژوبله اوړي، چې مسوولین یې عمده لامل د لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې غوري بولي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس