کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کاپیسا امنیتی مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په الهسای ولسوالۍ کې د یوه ټونس ډوله موټر د چپه کېدو له امله د یوې مېرمنې په ګډون څلور تنو ژوند بایللی او شپږ نور ټپیان شوی دی.
د خبر پر بنسټ د کاپیسا امنیې قومندانۍ ویلی، دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال رامنځته شوې ده.
د روغتیایی مسوولینو په وینا د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته په وخت رسول شوی دی.
د ترافیکی پېښو له امله دې وروستیو کې ډېری افغانانو ته مرګ – ژوبله اوړی، چې مسوولین یې عمده لامل د لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې غوری بولی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ