کراچۍ بندر کې لا هم له زرو ډېر کانټینرونه د افغان سوداګرو ایسار دی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په چین کې د افغان بار وړونکو ټولنې رییس خان آغا ګلزاد وایی، چې اوس هم افغان سوداګر په کراچۍ بندر کې له ستونزو سره مخ دی.

د نوموړی په خبره لا هم له زرو ډېر کانټینرونه په دغه بندر کې د دوی بند پاتې دی.

نوموړی زیاته کړې، چې په کراچۍ بندر کې د افغانستان پر سوداګریزو توکو بندیزونو سوداګر زیانمن کړی چې سرپرست حکومت باید دې ستونزې ته رسېدنه وکړی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال وایی، پاکستان باید په سوداګریزو توکو باندې لګېدلی بندیزونه لرې کړی.

بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وایی، سرپرست حکومت په بېلابېلو هېوادونو کې د سوداګرو ستونزو حل ته ژمن دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.