ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۸مه او د فبرورۍ ۲۷مه نېټه ده) د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د امریکا د مالیې وزارت هغه اقدام ستایلی دی چې پر بنسټ یې پر ټولو حکومتی ادارو، خصوصی او دولتی بانکونو باندې هر ډول بندیزونه لرې شوی دی.
د کرزی له مطبوعاتی دفتره په خپرې شوې ویناپاڼه کې راغلی، چې دا چاره به د ملی سوداګرو، کارپنځوونکو او خصوصی بانکونو پر وضعیت د پام وړ مثبت اغېز وکړی.
نوموړی هیله څرګنده کړې ده چې ډېر ژر د افغانستان اقتصادی وضعیت بېرته عادی حالت ته وګرځی او افغانان له روان بد اقتصادی او بشری وضعیت څخه ووځی.
د یادونې ده چې د امریکا مالیې وزارت د افغانستان په تړاو خپل شلم نمبر عمومی جواز خپور کړی دی.
د دې جواز پر بنسټ په ټولو حکومتی ادارو، خصوصی او دولتی بانکونو هر ډول بندیزونه لرې شوی دی. دغه راز په هر ډول سوداګریز فعالیت بندیز نشته او خصوصی بانکونه د نړیوالو بانکونو سره بانکی معاملاتو ته د پخوا په څیر دوام ورکولی شی.
گهیځ