کرنه؛ د تېر په پرتله سږ کال په بلخ کې د غنمو حاصلات ډېر دی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولی ۲۴مه او د جون میاشتې ۱۴مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره یا فاو، په بلخ ولایت کې سږکال د غنمو په حاصلاتو کې د زیاتوالی خبر ورکوی.
فاو پرون تېره ورځ (د غبرګولی ۲۳مه) پر خپل ټویټرلیکلی، چې په بلخ کې بزګران د هغو اصلاح شویو تخمونو له برکته چې دې ادارې ورسره کړی، د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالی تمه کوی.
د عثمان په نوم د بلخ یوه بزګر د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ته ویلی، چې ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوی تخمونه به ۱۴۰۰ کیلوګرامه حاصل ورکړی چې دا به د هغو حاصلاتو چې د کورنیو تخمونو په پایله کې ترلاسه کېږی، درې برابره ډېر وی.
فاو ویلی، چې له بزګرو سره د غنمو د دغو اصلاح شویو تخمونو لګښت د امریکا د نړیوالې پراختیایی ادارې د ژوند ژغورنې پروګرام ورکړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.