کرنې او مالدارۍ وزارت وایی، بدخشان کې نیول شوی واورین پړانګ تر درملنې لاندې دی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې بدخشان زېباک ولسوالۍ کې پر څارویو برید کونکی واورین پړانګ له نیولو وروسته خوندی ځای کې تر درملنې لاندې دی.

دې وزارت ویلی، چې د وزارت د وټرنرانو له خوا یاد پړانګ معاینه کیږی او هغه زیانونه چې یاد پړانګ ته د برید پر وخت رامنځته شوی، تشخیص او تداوی کیږی.

کرنې وزارت زیاته کړې، دا چې د دې واورین پړانګ د ژوند لپاره مناسب چاپېریال طبیعت دی، نو له درملنې وروسته به یې په مناسب ځای کې د طبیعت په غېږ کې خوشې کړی.

دا پړانګ وروسته له هغې ونیول شو، چې د بدخشان زېباک ولسوالۍ کې یې څو ځله پر څارویو بریدونه وکړل او شاوخوا ۳۰ پسونه او څاروی یې وداړل.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.