کرنې وزارت د وچکالۍ کمېدو برخه کې پر وروستیو اورښتونو هیله مندی ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایی، له وروستیو اورښتونو سره ښایی په راروانو کلونو کې د وچکالۍ اغېزې کمې شی.
د دغه وزارت ویاند رسنیو ته ویلی، چې سرپرست افغان حکومت د وچکالیو له امله رامنځته کېدونکو احتمالی بېړنیو حالاتو ته پوره چمتووالی لری.
د کرنې او مالدارۍ خونه په هېواد کې د وچکالۍ د زیاتېدو لامل په وروستیو کلونو کې د هېواد د اوبو نه مدیریت ګڼی.
د دغې خونې مرستیال وایی، چې که د هېواد په بېلابېلو برخو کې نوی بندونه جوړ شی، افغانستان به د کرنیزو محصولاتو له اړخه پر ځان بسیا شی.
د کرنې او مالدارۍ خونې د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې له بارانونو او واورو ۸۰ میلیارده متر مکعبه اوبه تر لاسه کوی او کلنی لګښت یې ۲۵ میلیارده متر مکعبه اوبه دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.