کرنې وزارت روان کال د زعفرانو حاصلات له ۲۳ ټنو زیات اټکل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلی، چې د هېواد په نږدې ۲۰ ولایتونو کې د زعفرانو د کښت بهیر روان دی او ورځ تر بلې د هېواد په کچه د زعفرانو د کښت لړۍ نوره هم د پراختیا په حال کې ده.
د دې وزارت د مسؤولینو په وینا په روان کال کې د ټول هېواد په کچه د زعفرانو د بزګرو د روزنې تر څنګ یې ۲۰۰ نمایشی قطعې هم درلودې.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤولین وایی، چې په روان کال کې به د زعفرانو د محصولاتو د تولید کچه ۲۳ میټریک ټنو څخه زیاته شی.
په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤولین وایی، چې هېواد کې یې د تولید شویو زعفرانو لپاره د بازار موندنې هڅې پراخې کړې او د دې وزارت اقتصادی اتشو ته یې دنده سپارلې، چې د زعفرانو لپاره د بازار موندنې په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.