کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو مېوو د کرنې په برخه کې خپلې څېړنې پیل کړې دی.
د دغه وزارت د ویاند په وینا د کېلې او ام په څېر مېوې کېدای شی، د هېواد په ختیځو او سویلی ولایتونو کې ښه حاصلات ورکړی.
د هېواد په سویل کې یو شمېر بڼوال د کرنې او اوبو لګونې وزارت دغه هڅې ستایی.
د کرنیزو چارو یو شمېر کارپوهان بیا وایی، چې د هوا حالاتو ته په کتو د هېواد د بېلابېلو سیمو ځمکې د ګڼو مېوو د کرکېلې لپاره مناسبې دی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت زیاتوی، د دغه وزارت چارواکو په افغانستان کې د بهرنیو مېوو د کرکیلې د دودولو ترڅنګ، د بهرنیو هېوادونو د سبزیجاتو، حبوباتو او غلې په تړاو چې په افغانستان کې نه پیدا کېږی، هم څېړنې پیل کړې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ