کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، هڅه کوي چې د هېواد په بېلابېلو بندونو او سیندونو کې د کبانو د پالنې فارمونه زیات کړي.
د دوی په وینا دغه بهیر اوس هم د هېواد په ګڼو سیمو کې دوام لري.
دغه وزارت په داسې مهال د کبانو د فارمونو د ډېرښت خبر ورکوي، چې افغانستان د اړتیا وړ د کبانو غوښه له پاکستانه راواردوي، خو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې په کور دننه هم په بېلابېلو فارمونو کې د کبانو ۱۱ زره ۳۶۵ میټریک ټنه غوښه په هېواد کې تولیديږي، چې له منځه یې ۱۸۰۰ ټنه د هېواد له سیندونو لاس ته راځي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/