کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایی، هڅه کوی چې د هېواد په بېلابېلو بندونو او سیندونو کې د کبانو د پالنې فارمونه زیات کړی.
د دوی په وینا دغه بهیر اوس هم د هېواد په ګڼو سیمو کې دوام لری.
دغه وزارت په داسې مهال د کبانو د فارمونو د ډېرښت خبر ورکوی، چې افغانستان د اړتیا وړ د کبانو غوښه له پاکستانه راواردوی، خو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې په کور دننه هم په بېلابېلو فارمونو کې د کبانو ۱۱ زره ۳۶۵ میټریک ټنه غوښه په هېواد کې تولیدیږی، چې له منځه یې ۱۸۰۰ ټنه د هېواد له سیندونو لاس ته راځی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ