کرنې وزارت وایی، لسو ولایتونو کې د اوبو ذخیره کولو ۱۳۸ واړه بندونه جوړ شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د مشرتابه د فرمان له مخې په لسو ولایتونو کې د ۴۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو ذخیره کولو ۱۳۸ واړه بندونه جوړ او ګټی اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه بندونه په ارزګان، کندهار، تخار، جوزجان، بدخشان، ننګرهار، لغمان، فاریاب، بامیان او دایکندی ولایتونو کې جوړ شوی، چې په وروستیو اورښتونو کې له اوبو ډک شوی هم دی.

دې وزارت زیاته کړې، چې دغه واړه بندونه د وچکالۍ زیانونو کمولو، سېلابونو مخنیوی، د موسمی اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د زېرمه کولو په موخه جوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست افغان حکومت د مشرتابه د ځانګړی فرمان له مخې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو واړه بندونه جوړیږی، چې له ډلې یې د ګڼو بندونو د جوړېدو خبرونه ورکړل شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.