معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کرن دېګر وایي، افغانستان کې سېلاب ځپلو لپاره د مرستې پر چمتو کولو بوخت دي

کرن دېګر وایي، افغانستان کې سېلاب ځپلو لپاره د مرستې پر چمتو کولو بوخت دي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو پر چمتو کولو بوخت دي.

ډېکر دغه راز په ننګرهار، کونړ، لغمان او پنجشیر کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

نوموړې زیاته کړې، چې موږ وضعیت څارو او له اړمنو کورنیو سره به د مرستې لپاره د خوراکي توکو، اوبو او نورو اړینو توکو په ګډون بېړنۍ مرستې چمتو کړو.

دې وروستیو کې د هېواد په څو ولایتونو کې خونړیو طوفانونو او بارانونو درانه مالي او ځاني زیانونه واړول، چې د وروستیو شمېرو له مخې ۶۰ کسانو په کې ژوند بایللی او نږدې ۴ سوه نور په کې ژوبل شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس