کرن دېګر وایی، افغانستان کې سېلاب ځپلو لپاره د مرستې پر چمتو کولو بوخت دی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې په افغانستان کې سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو پر چمتو کولو بوخت دی.

ډېکر دغه راز په ننګرهار، کونړ، لغمان او پنجشیر کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره خواخوږی ښودلې ده.

نوموړې زیاته کړې، چې موږ وضعیت څارو او له اړمنو کورنیو سره به د مرستې لپاره د خوراکی توکو، اوبو او نورو اړینو توکو په ګډون بېړنۍ مرستې چمتو کړو.

دې وروستیو کې د هېواد په څو ولایتونو کې خونړیو طوفانونو او بارانونو درانه مالی او ځانی زیانونه واړول، چې د وروستیو شمېرو له مخې ۶۰ کسانو په کې ژوند بایللی او نږدې ۴ سوه نور په کې ژوبل شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.