معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / کرکټ بورډ د توپ وهنې لپاره نوی روزونکی ټاکلی

کرکټ بورډ د توپ وهنې لپاره نوی روزونکی ټاکلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کرکټ بورډ ویلي، چې د سویلي افریقا پخوانی توپ وهونکی انډریو پټیک یې د ملي لوبډلې د توپ وهنې د روزونکي په توګه ټاکلی دی.

د دوی په خبره که څه هم د سویلي افریقا دغه پخوانی توپ وهونکی د نړیوال کرکټ تجربه نه لري، خو په کورنیو سیالیو کې د روزنې تجربه زیاته ده او د دې ترڅنګ په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې یې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې د روزونکي په توګه مسوولیت هم پر غاړه درلود.

په خبر پاڼه کې همدا زار دا هم ویلي شوي، چې د ۱۹ کلنو ځوانانو د نړیوال جام لپاره جیمز پارسنز د لوبډلې د سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.

جېمز پارسنز له وړاندې له افغان ۱۹ کلنې کم عمره ملي لوبډلې سره په سویلي افریقا کې یوځای شوی او هلته به د ۲۰۲۴م کال ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سره کار کوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس