کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کرکټ بورډ ویلی، چې د سویلی افریقا پخوانی توپ وهونکی انډریو پټیک یې د ملی لوبډلې د توپ وهنې د روزونکی په توګه ټاکلی دی.
د دوی په خبره که څه هم د سویلی افریقا دغه پخوانی توپ وهونکی د نړیوال کرکټ تجربه نه لری، خو په کورنیو سیالیو کې د روزنې تجربه زیاته ده او د دې ترڅنګ په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې یې د پاکستان کرکټ ملی لوبډلې د توپ وهنې د روزونکی په توګه مسوولیت هم پر غاړه درلود.
په خبر پاڼه کې همدا زار دا هم ویلی شوی، چې د ۱۹ کلنو ځوانانو د نړیوال جام لپاره جیمز پارسنز د لوبډلې د سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.
جېمز پارسنز له وړاندې له افغان ۱۹ کلنې کم عمره ملی لوبډلې سره په سویلی افریقا کې یوځای شوی او هلته به د ۲۰۲۴م کال ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سره کار کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ