کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان کرکټ بورډ د اتلانو جام سیالیو لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې په وینا، اتلانو جام به د راتلونکي فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه د پاکستان او عربي متحده اماراتو په کوربتوب پیل شي.
په اعلان شوې لوبډله کې حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی او د لوبغاړو په نوملړ کې ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، صدیق اتل، رحمت شاه، اکرام علي خېل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، الله محمد غضنفر، نور احمد، فضل حق فاروقي، فرید ملک او نوید ځدراڼ شامل دي.
د احتیاطي لوبغاړو په توګه دروېش رسولي، ننګیالی خروټی، او بلال سمیع انتخاب شوي دي.
افغان لوبډله به په خپل ګروپ کې د سویلي افریقا، اسټرالیا او انګلستان پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/