کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان کرکټ بورډ د اتلانو جام سیالیو لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د کرکټ بورډ د غوراوی کمیټې په وینا، اتلانو جام به د راتلونکی فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه د پاکستان او عربی متحده اماراتو په کوربتوب پیل شی.
په اعلان شوې لوبډله کې حشمت الله شهیدی د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی او د لوبغاړو په نوملړ کې ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، صدیق اتل، رحمت شاه، اکرام علی خېل، عظمت الله عمرزی، محمد نبی، ګلبدین نایب، راشد خان، الله محمد غضنفر، نور احمد، فضل حق فاروقی، فرید ملک او نوید ځدراڼ شامل دی.
د احتیاطی لوبغاړو په توګه دروېش رسولی، ننګیالی خروټی، او بلال سمیع انتخاب شوی دی.
افغان لوبډله به په خپل ګروپ کې د سویلی افریقا، اسټرالیا او انګلستان پر وړاندې سیالۍ ترسره کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ