کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د ملی لوبډلې له مشر روزونکی جانتن ټراټ سره یې د یوه بل کال لپاره تړون تمدید کړ.
ټراټ چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د ملی لوبډلې روزنه پر غاړه لری، د لوبډلې په پرمختګ او بریاو کې مهم رول لوبولی دی.
د کرکټ بورډ په دې پرېکړه د کرکټ یو شمېر لوبغاړو او مینوالو خوښی څرګنده کړې او ویلی یې دی چې د ټراټ په مشرتابه کې د ملی لوبډلې لاسته راوړنې زیاتې دی.
یاد تړون په داسې حال کې تمدید شو، چې ملی لوبډله د نړیوالو سیالیو لپاره چمتووالی نیسی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ