معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کرکټ بورډ پاکستان سره سیریز کې غوره افغان لوبغاړو ته له افغاني لاجوردو جوړې جایزې ورکوي

کرکټ بورډ پاکستان سره سیریز کې غوره افغان لوبغاړو ته له افغاني لاجوردو جوړې جایزې ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۶ نېټه):
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د غوره لوبغاړو جایزې د افغانستان د لاجوردو څخه جوړې شوې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې دا بې سارې جایزې به د افغانستان د بډایه کلتوري میراث او د لوبغاړو د وړتیا او ژمنتیا د بېلګې په توګه په روانو سترو او تاریخي سیالیو کې غوره لوبغاړو ته ورکول کيږي.
له پاکستان سره تیره لومړۍ لوبه چې د افغانستان په بریا پای ته رسېدلې وه، د لوبې غوره لوبغاړي محمد نبي ته له همدغو د لاجوردو جوړه شوې جایزه ډالۍ شوه.
محمد نبي وشو کولی چې ۳۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د پاکستان دوه لوبغاړي وسوځوي.
لاجورد هغه قیمتي ډبره ده چې د زرګونه کلونو لپاره د افغانستان په غرونو کې پاتې شوې ده او د ځواک، مبارزې او ځیرکتیا بېلګه ګڼل کیږي.
ټاکل شوې د دغه سیریز دوهمه لوبه نن شپه اته نیمې بجې په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس