کرکټ بورډ پاکستان سره سیریز کې غوره افغان لوبغاړو ته له افغانی لاجوردو جوړې جایزې ورکوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۶ نېټه):
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د غوره لوبغاړو جایزې د افغانستان د لاجوردو څخه جوړې شوې دی.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلی، چې دا بې سارې جایزې به د افغانستان د بډایه کلتوری میراث او د لوبغاړو د وړتیا او ژمنتیا د بېلګې په توګه په روانو سترو او تاریخی سیالیو کې غوره لوبغاړو ته ورکول کیږی.
له پاکستان سره تیره لومړۍ لوبه چې د افغانستان په بریا پای ته رسېدلې وه، د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبی ته له همدغو د لاجوردو جوړه شوې جایزه ډالۍ شوه.
محمد نبی وشو کولی چې ۳۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د پاکستان دوه لوبغاړی وسوځوی.
لاجورد هغه قیمتی ډبره ده چې د زرګونه کلونو لپاره د افغانستان په غرونو کې پاتې شوې ده او د ځواک، مبارزې او ځیرکتیا بېلګه ګڼل کیږی.
ټاکل شوې د دغه سیریز دوهمه لوبه نن شپه اته نیمې بجې په شارجه کرکټ لوبغالی کې ترسره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.