په تېرو څو ورځو کې افغانستان د نړیوال کرکټ په اوږده تاریخ کې د لومړی ځل لپاره له پاکستان څخه د شل اوریز سیریز بریا په خپل نوم ثبت کړه.که څه هم دغه بریا لدې اړخه ډېره عجیبه نده چې تر دې وړاندې هم څو څو وار دغه ډول نفس ګیرې لوبې د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وې، خو د دې لوبې د بریا مزه بیا له دې امله هم ډېره په زړه پورې وه، چې له یو پلوه د دواړو هېوادونو تر منځ د روانو سیاسی مخالفتونو په لړ کې د ولسونو ښکېلتیا خپل اوج ته رسېدلې وه او له بل پلوه بیا په تېرو دا ډول لوبو کې متأسفانه پاکستانی لوبغاړو او آن ددې هېواد ځینو مطرح سیاست والو، داسې له اخلاقه لویدلی او ناوړه حرکات وکړل او له افغان لوبغاړو سره یې جسمی او لفظی ټکرونه را منځ ته کړل چې نه یوازې په سپورټی اخلاقو کې ناسم تعبیریږی، بلکې د افغانستان او پاکستان تر منځ یې د ګاونډیتوب په اړیکو کې هم ډېرې مناسبې نه برېښی، ځکه نو یې هم دغې وروستۍ بریا ته لکه د مرچ_مسالې ترسکون والی ور وباښه.
په نړیوال ستیژ باندې په پرله پسې توګه د دوه لوبو ګټلو نه یوازې د افغانانو یوه زړه او له کلونو کلونو پاتې هیله پوره کړه، بلکې د پاکستانی لوبغاړو او د هغوی د کرکټ مبصرینو هغه متکبرانه انداز او خبرو ته هم د کلکې څپېړې د یوه ګوذار په څېر تمامه شوه، چې د دې لوبې تر پیل پورې یې هم د افغانستان لوبډلې ته سپک او کمزوری فکر لرلو.
متأسفانه نه یوازې پاکستانی لوبغاړو چې آن ددې هېواد برجسته سیاستوالو هم اصلاً افغان لوبډله د دې جوګه نه ګڼله چې له پاکستانی ټیم سره دې د مقابلې لپاره اوږه او ټټر ووهی او شاید دا به له دې امله هم وی چې د دوی لوبډلې زموږ تر هغې اوږده تاریخی مخینه او عمر درلوده.
بل لور ته بیا په کرکټ لوبه کې همدغه د اوږده عمر لرونکی هېواد له لسیزو راهیسې په خپلو منافقانه او ناکامو سیاستونو د زرونو کلونو عمر لرونکی هېواد او پکې مېشت ولسونه وځپل او د دوی د همدې کرغېړنو سیاستونو له امله نن له سپین ږیری تر ځوانه او له ځوانه تر ماشومه د ټولو په فکرونو کې د دغه ملک پر وړاندې نفرت ځای نیولی دی.
دا څنګه کېدای شی، چې له یوې پېړۍ د کم عمر درلودونکی هېواد دې له پېړیو پېړیو په نړیواله نقشه کې د شته هېواد هر څه تس_نس کړی او بیا دې په کرکټ کې هم مقابل لوری د کم عمرۍ په وجه خپل سیال و نه ګڼی؟
ښکاره خبره ده چې که د یوه مسلمان او ګاونډی هېواد په توګه که دغه ملک خپل کم عمره سیاست ته بدلون ورنه کړی، لرې نه ده چې د کرکټ د دغه سیریز په څېر به په روان منفی سیاست کې هم له بدې ماتې سره مخ وی او لکه چې ښکاری سر له اوسه لا د دغې ماتې پر لور روان هم دی.
د دې انځور بل اړخ ته که وګورو له پاکستان سره د افغان لوبډلې دغه سیریز د اسټرلیا هېواد له لورې له افغان لوبډلې سره د سیریز د لغوه کولو له امله ترسره شو او ددې پرله پسې بریا څخه دا هم ثابته شوه چې د اسټرلیا د حکومت او کرکټ بوړد پرېکړه غیر عادلانه او له تبعیض ډکه پرېکړه وه چې د افغان کرکټ لوبغاړو او مینه والو زړونه یې مات کړل.
اسټرالیا هېواد او کرکټ بوړد یې له افغان لوبډلې سره په دې پلمه چې ګوندې سرپرست افغان حکومت د نجونو پر زده کړو بندیزونه لګولی، له افغان لوبډلې سره یې خپل کېدونکی سیریز لغوه کړ. هغه وخت هم په همدې کرښو کې مونږ یادونه کړې وه چې که څه هم په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز سمه پرېکړه نده، خو په مقابل کې یې له افغان لوبډلې سره د لوبو د سیریز لغوه کول هم نا سم او غیر عاقلانه کار دی.
افغانانو دا هم ثابته کړې چې د کرکټ د لوبې په څېر په بل هر ډګر کې نړیوالو ته خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کولای شی خو پدې شرط چې د نړۍ نور لرې او نژدې هېوادونه هم ورسره په سیاسی میدان کې د یوه سیال په ډول لوبېدو ته زړه ښه کړی.
پاتې دې نه وی چې د کرکټ او بلې هرې لوبې په بریا سره مونږ باید نړیوالو ته د افغانستان ښه انځور وړاندې کړو، ښه انځور بیا د بریا په ډزو نه جوړیږی، بلکې په بشپړ ډول د ډزو دود په ختمولو سره دغه کار ممکن دی
په همدې هیله او آرزو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ