معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ نړۍ د غوره لوبغاړو وروستۍ درجه بندي اعلان کړه

کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ نړۍ د غوره لوبغاړو وروستۍ درجه بندي اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې یادې شورا د دې میاشتې په درجه بندۍ کې راشد خان یوه پایه راښکته کړی دی.
تېره میاشت راشد خان د شل اوریزو کرکټ لوبو په کټګورۍ کې تر ټولو غوره توپ اچوونکی و، خو اوس د ۶۹۴ نمرو په لرلو سره دوهم مقام ته راښکته شوی دی.
د سریلانکا وانندو هاسارانگا اوس د ۶۹۵ نمرو په لرلو سره لومړی مقام کې ځای لري.
مجیب الرحمن چې پخوا یې اتم مقام درلود، اوسمهال د نړۍ د غوره الراونډرانو په کټګورۍ کې په لسم مقام کې دی، محمد نبي عیسی خېل هم یو پایه راښکته شوی او شلم مقام یې خپل کړی دی.
آلراونډرانو کې د بنګلدېش شکیب الحسن د ۲۵۲ نمرو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو غوره آلراونډر بلل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس