کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ نړۍ د غوره لوبغاړو وروستۍ درجه بندی اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې یادې شورا د دې میاشتې په درجه بندۍ کې راشد خان یوه پایه راښکته کړی دی.
تېره میاشت راشد خان د شل اوریزو کرکټ لوبو په کټګورۍ کې تر ټولو غوره توپ اچوونکی و، خو اوس د ۶۹۴ نمرو په لرلو سره دوهم مقام ته راښکته شوی دی.
د سریلانکا وانندو هاسارانگا اوس د ۶۹۵ نمرو په لرلو سره لومړی مقام کې ځای لری.
مجیب الرحمن چې پخوا یې اتم مقام درلود، اوسمهال د نړۍ د غوره الراونډرانو په کټګورۍ کې په لسم مقام کې دی، محمد نبی عیسی خېل هم یو پایه راښکته شوی او شلم مقام یې خپل کړی دی.
آلراونډرانو کې د بنګلدېش شکیب الحسن د ۲۵۲ نمرو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو غوره آلراونډر بلل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.