کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا په خپله یوه تازه پرېکړه کې د توپ اچوونکو لپاره نوی قانون تصویب کړی دی.
د دې قانون له مخې هر توپ اچوونکی مکلف دی، چې د لومړی اور په پای ته رسېدو سره سم په ۶۰ ثانیو کې دننه ـ دننه توپ اچونې ته راشی.
د خبر پر بنسټ که چېرته له دوو اخطاریو وروسته بیا هم په ټاکلی وخت کې توپ اچوونکی حاضر نه شی، نو سیالې لوبډلې ته به ۵ منډې د جریمې په توګه ورکول کیږی.
دغه قانون به د جون میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته په ټولو شلاوریزو او ۵۰ اوریزو سیالیو کې د پلی کېدو وړ وګرځی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ