کریملېن وایی پوتین به له بایډن سره د افغانستان په تړاو وغږېږی

کریملین خبر ورکوی چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په راتلونکې غونډه کې د نورو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم وغږېږی.
ګهیځ: نن شنبه (دلیندۍ ۱۳مه) د کریملېن یوه سلاکار یوری اوشاکوف ویلی چې د تر سره کېدونکې انلاین سرمشریزې لپاره په راتلونکو ورځو کې یوه احتمالی نېټه په پام کې نیول شوې، خو مسکو په تمه دی چې واشنګټن به یې څه وخت باوری کړی.
اوشاکوف زیاتوی چې په یاده سرمشریزه کې به د افغانستان، لیبیا، سوریې، ایران او نورو هېوادونو پر اړوندو مسایلو بحثونه وشی.
د اوشاکوف په خبره پوتین دا هم غواړی، چې بایډن ته د امنیتی ضمانتونو د هغې طرحې خبره وریاده کړی چې پر بنسټ یې باید د ختیځ پر لور د ناټو د پراختیا مخه ونیول شی او هغه څه ته د پای ټکی کېږدی، چې مسکو یې د اوکراین په ګډون د روسیې ګاونډیانو ته د ګواښوونکو وسلو استول ګڼی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.