ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۳مه او د جولای میاشتې ۱۵مه نېټه ده) ټاکل شوې ده چې دا لوبې راتلونکې اونۍ دوشنبې د جولای په اتلسمه په کابل کرېکټ لوبغالی کې پیل شی.
د کرېکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ویلی:”د دغو سیالیو لپاره افغان کرېکټ بورډ پوره چمتوالی نیولی دی، که خدای کول په ډېر ښه شکل به دا لوبې په کابل کې پیل شی. کرېکټ بورډ د لیدونکو لپاره اسانتیاوې په پام کې نیولې دی، نو مینهوال کولی شی چې د لوبو ډګر ته راشی، له نژدې له دې لوبو خوند واخلی.”
د شپږیزې په دې اتم پړاو سیالیو کې چې، د اګسټ په پنځمه پای ته رسیږی، د افغانستان اته پیاوړې کرېکټ لوبډلې به سره سیالۍ وکړی.
گهیځ