کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۲مه نېټه):
د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمېر کې د یوه کاسټر ډوله موټر د اوښتو له امله نهه کسان مړه شوی او ۱۸ نور ټپیان دی.
پاکستانی رسنیو زیاته کړې، چې په دې موټر کې شاوخوا ۳۰ تنه سپاره وو.
د راپورونو له مخې، دا پېښه نن سهار وختی هغه مهال شوې، چې دغه موټر د ډېرې چټکتیا له کبله د چلوونکی له ولکې ووت او یوې ژورې درې ته ولوېد.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ