کله چې تورې او بربنډې څېرې لا نورې هم بربنډې ښی!

 

د تاریخ په اوږدو کې د استعماری قوتونو او استعمارګرو هېوادو عادت همدا وی چې په غریبو او بې وزله هېوادونو کې یو شمېر کسانو ته د بډایه کېدو زمینه برابروی، له قانونی او نا قانونه لارو هغوی ته د شتمنۍ او پانګې برابرولو لارې چارې په لاس ورکوی، بیا د همدې غلا شویو تورو پیسو او نا قانونه ترلاسه شوې پانګې په زور هغوی د واک تر ګدۍ رسوی، خو هر کله یې چې خپلې ګټې پوره شوې او ترلاسه شوې موخې ته ورسېدل، بیا همدغه روزل شوی مزدوران د شا له لوری په لغته وهی او د بدمرغیو او نا خوالو یوه ژور ګودال ته یې غورځوی.

د یو لړ تازه رسنیزو راپورونو له مخې د امریکا د خزانې وزارت دلته د امریکا د اشغال پر وخت د افغانستان د پارلمان پر مشر میررحمان رحمانی او د هغه پر زوی اجمل رحمانی د پراخ مالی فساد له کبله بندیزونه لګولی دی.

راپورونه وایی چې د ترهګرۍ او مالی څارګرۍ برخه کې د امریکا د خزانې وزارت مرستیال “برایان اې نېلسن” ویلی دی چې دا ډول بندیزونه هغه کسان په ګوته کوی چې د شخصی ګټو لپاره له خپلو ځانګړو موقفونو څخه ناوړه ګټه پورته کوی.

د امریکا د مالیې وزارت په اعلامیه کې یوازې پدې خبره هم بسنه نده شوې، بلکې وړاندې د رحمانی د کورنۍ پر دغه غړیو د “مالی فساد” قضیې په تفصیل سره مطرح شوې چې په هغو کې “په قراردادونو کې قصدی انفلاسیون، په وارداتو کې د مالیې)یا ټکس) درغلۍ، د تېلو غلا، د پارلمانی اداری فساد او د هېوادونو د تابعیت اخیستل او دې ته ورته ځینی نور موارد شامل دی.

ښایی ډېرو هېواد والو او په تېره بیا رسنیزو فعالانو او د سیاسی چارو شنونکو ته به په یاد وی چې ښاغلی رحمانی او د هغه د کورنۍ ځینی غړیو په څه ډول د هغه وخت پارلمان ته لاره ومونده او بیا یې په پارلمان کې په څه ډول کړنې ترسره کولې او د فساد کچه یې تر کومه بریده وه؟

دا هم په خپل وار د پوښتنې ځای دی چې ښاغلی رحمانی او د هغه د کورنۍ غړیو د هغه وخت د فساد، چپاول او درغلیو ډک پارلمان ته په څه ډول لاره و مونده او پدې لار کې یې د پیسو د کارولو او آن انسان تښتولو او وژلو څومره کیسې او تورونه ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎تر شا پرېښودل، خو په زړه پورې دا ده چې هغه مهال دلته د امریکا او نورو لویدیځوالو د نظامی او ملکی حضور سره سره دا هرڅه کېدل، خو نه امریکا او نه هم په کور د ننه چا دا خبره راپورته کړه او نن له هغه وخته د څو کلونو تر تېریدو وروسته دا قضیه راپورته کېږی او رسنیزه کېږی!

د نړیوالو رسنیو په رپورټ کې د رحمانی کورنۍ د فساد ځینې مستندې بېلګې هم په ډاګه شوې دی، د بېلګې په ډول په یوه ځای کې ویل شوی چې دوی په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ زېږدیزو کلونو کې د خپل یوه شرکت له لارې شا او خوا یو میلیارد لېټره تېل وراد کړل چې دا اندازه په افغانستان کې د هغه وخت د امنیتی او دفاعی ځواکونو له ټول کلنی لګښت څخه ډېره وه، ځکه چې هغه وخت د ځواکونو د سون توکو کلنی لګښت ۴۰۰ میلیون لېټره اټکل شوی ؤ، خو ښاغلی رحمانی او کورنی شرکت یې دا ټول د سون توکی د هغه وخت د امنیتی او دفاعی ځواکونو ( پولیسو او اردو) په نامه را وارد او پر حکومت یې وپلورل.

که څه هم دا ډول پېښې او ورته کیسې د هغه وخت د بدنام او فاسد جمهوریت او د عامو خلکو په خوله په چورلمان کې نورې هم شته خو د رحمانی او کورنۍ په اړه یې دا خبره هم د پام وړ ده او عام افغان ولس پدې ښه خبر دی چې دغه کورنۍ دا شتمنی او سرمایه له کومې لارې ترلاسه کړه او په څه ډول داسې شتمن شول؟

دا رسنۍ دې ټکی ته اشاره نه کوی چې میررحمان رحمانی او اجمل رحمانی دومره پانګه او شتمنی په افغانستان کې یرغلګرو امریکایی ځواکونو ته د سون توکو او تېلو رسولو له قرار دادونو څخه ترلاسه کړې وې او دا چې په هغه قراردادونو کې یې یوځل یرغلګرو ته سون توکی او تېل رسول او بیا یې په هغه کې هم غلا او درغلی کوله.

د امریکا د مالیې وزارت په راپور کې دا هم ویل شوی چې اجمل رحمانی هغه مهال د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځینو غړو ته ۱.۶ میلیون ډالر رشوت ورکړی ؤ تر څو د هغه وخت پارلمان ته خپله بریا یقینی کړی او پلار یې میر رحمن رحمانی په ۲۰۱۸ کال د پارلمان د مشر په توګه د پارلمان ځینو غړو ته میلیونونه ډالر ورکړل چې د ولسی جرګې ریاست ته خپله بریا یقینی کړی.

د امریکا د مالیې وزارت دغه راپور که یوې خواته د افغانستان په تېر بدنام جمهوریت کې د فساد کچه په ډاګه کوی د پند او عبرت دا ټکی هم پکې نعښتی چې د پردیو مزدوران او ګوډاګیان نه یوازې د خدای او خپل ولس په وړاندې مجرمین او مخ توری وی، بلکې د یوې مودې تر تېریدو وروسته په خپله د هغوی باداران هم هغوی له شا په لغته وهی او د بدنامۍ رازونه یې افشا کوی. والسلام

 

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.