کندز؛ سپین زر دولتی شرکت بیا فعالیت پیل کړ

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۸مه او د اکټوبر میاشتې ۲۰مه نېټه ده) د کندز ځایی چارواکی په دغه ولایت کې د سپین زر دولتی شرکت د فعالیت د بیا پیلېدو خبر ورکوی.
د راپورونو له مخې په سپین زر شرکت کې د غوړو او د کاغذو تولید پیل شوی او په نږدې راتلونکې کې به یې تولیدات بازار ته وړاندې شی.
د سپین زر دولتی شرکت چې یو وخت په زرګونو کسانو په کې کار کاوه، د تېر جمهوری نظام په شل کلنه موده کې یې د بیرته فعاله کولو هڅو کومه پایله ور نه کړه.
د سپین زر شرکت په ۱۳۱۴ هجری لمریز کال کې جوړ شوی، خو د کورنۍ جګړې پر مهال د دغه شرکت ټولې تولیدی فابریکې ویجاړې او غیر فعاله شوې، وسایل یې لوټ او کارکوونکی یې بېکاره شول.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.