کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۰):
راپورونه وایی، چې د کابل- کندوز پر لویه لار ټرافیکی پېښه کې پنځه کسه مړه شوی او ۲۸ نور ژوبل دی.
دغه پېښه تېره شپه د یادې لویې لارې د زنجیر ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پېښې زیاتره ټپیان د امنیتی مسوولینو له لوری د کندوز حوزوی روغتون ته لېږدول شوی دی.
پر لویو لارو ډېر کله د موټر چلوونکو د بې غورۍ له امله دغه ډول ټرافیکی پېښې ترسره کیږی چې په کې تلونکی مسافرین یې له امله زیانمنیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ