ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۸مه او د جون میاشتې ۸مه نېټه ده) د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایې، په تېرو یولسو میاشتو کې یې له دې ولایت څخه نورو هېوادونو ته نژدې ۱۲۰ زره ټنه وچه مېوه صادر کړې.
د خونې مرستیال عبدالباقی بینا رسنیو ته ویلی، د ۹۴ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۹ ټنه وچ ممیز بهر ته صادر شوی چې ډېره برخه یې هند ته وه.
د ښاغلی بینا په وینا که د سوداګرو د پیسو د لېږد په برخه کې ستونزې هوارې شی ښایی د صادراتو کچه له دې هم لوړه شی.
گهیځ