کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت د کډوالو د عملیاتي کمېټې مشر ویلي، د اړوندو ریاستونو په همغږۍ او همکارۍ یې کونړ او کندهار ولایتونو کې د اجباري راستنېدونکو اړمنو کورنیو لپاره د ښارګوټو جوړولو په موخه تفصیلي پلانونه جوړ کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د کونړ په مرکز او د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د دوهم فاز لپاره تفصیلي پلانونه جوړ شوي دي.
د ده په وینا، د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د اجباري راستنېدونکو کډوالو دایمي مېشتېدو په موخه د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او له همدې امله یې عملیاتي کمېټه جوړه کړې ده.
مسوولین وایي، دغه کمېټه به هڅه وکړي چې هره اونۍ د خپلو چارو په تړاو ملموسه پایله ورکړي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/