کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت د کډوالو د عملیاتی کمېټې مشر ویلی، د اړوندو ریاستونو په همغږۍ او همکارۍ یې کونړ او کندهار ولایتونو کې د اجباری راستنېدونکو اړمنو کورنیو لپاره د ښارګوټو جوړولو په موخه تفصیلی پلانونه جوړ کړی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې د کونړ په مرکز او د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د دوهم فاز لپاره تفصیلی پلانونه جوړ شوی دی.
د ده په وینا، د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د اجباری راستنېدونکو کډوالو دایمی مېشتېدو په موخه د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او له همدې امله یې عملیاتی کمېټه جوړه کړې ده.
مسوولین وایی، دغه کمېټه به هڅه وکړی چې هره اونۍ د خپلو چارو په تړاو ملموسه پایله ورکړی او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ