معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې دوه تنه د ۱۵ کیلو ګرامه نشه یي توکي (ښیښې) سره نیول شوي

کندهار کې دوه تنه د ۱۵ کیلو ګرامه نشه یي توکي (ښیښې) سره نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په دغه ولایت کې دوه تنه د ۱۵ کیلو ګرامه ښیښې سره نیول شوي دي.
د خبر پر بنسټ، یاد ولایت کې د امنیې قومندانۍ ویاند نن ویلي، چې د کندهار ښار پنځمې امنیتي حوزې ځواکونو د یادې حوزې اړوند د ښورندام په سیمه کې دغه دوه تنه له یادو نشه یي توکو سره یوځای نیولي دي.
د خبر له مخې نیول شوي کسان د هلمند ولايت اوسېدنکي دي، چې د کندهار میوند ولسوالۍ بند تیمور سیمې څخه یې دغه ۱۵ کیلو ګرامه ښیښه لېږدوله.
امنیتي مسوولینو ویلي، چې له یادو کسانو سره څلور هویت کارټونه هم نیول شوي، چې د امنيتي ځواکونو په نامه یې ترې ګټه پورته کوله.
مسوولین وایي، نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته ور وپېژني.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس