کندهار کې دوه تنه د ۱۵ کیلو ګرامه نشه یی توکی (ښیښې) سره نیول شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په دغه ولایت کې دوه تنه د ۱۵ کیلو ګرامه ښیښې سره نیول شوی دی.
د خبر پر بنسټ، یاد ولایت کې د امنیې قومندانۍ ویاند نن ویلی، چې د کندهار ښار پنځمې امنیتی حوزې ځواکونو د یادې حوزې اړوند د ښورندام په سیمه کې دغه دوه تنه له یادو نشه یی توکو سره یوځای نیولی دی.
د خبر له مخې نیول شوی کسان د هلمند ولایت اوسېدنکی دی، چې د کندهار میوند ولسوالۍ بند تیمور سیمې څخه یې دغه ۱۵ کیلو ګرامه ښیښه لېږدوله.
امنیتی مسوولینو ویلی، چې له یادو کسانو سره څلور هویت کارټونه هم نیول شوی، چې د امنیتی ځواکونو په نامه یې ترې ګټه پورته کوله.
مسوولین وایی، نیول شوی کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته ور وپېژنی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.