کندهار کې د درمل جوړولو فابریکه جوړه شوې

سې شنبه، د لړم ۲۴مه
کابل/ګهیځ: د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکی وایی، چې په دغه ولایت کې د ۷۱ سوداګرو له خوا د ۵۰ میلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت د درملو یوه فابریکه پرانېستل شوه.
باختر دولتی خبری اژانس د سنو فارما د درملو تولیدی فابریکې مشر محمد سعید صدیق له قوله ویلی، چې د فابریکې اداری چارې یې پیل کړې او ډېر ژر به د سنو فارما تولیدی ساحه هم فعاله او په کار پیل وکړی.
صدیق زیاته کړې چې سنو فارما فابریکې په جوړېدو سره به ۸۰۰ کسانو ته په مستقیمه او له ۲ زره زیاتو کسانو ته په غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شی
د یادونې وړده، چې په دغه فابریکه کې به په ۸ کاری ساعتونو کې شاوخوا ۲ میلیونه ټابلیټ، یو میلیون کپسول او ۱۰۰ زره بوتله شربت په لوړ کیفیت تولیدېږې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.