کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې تېره ورځ هغه مهال د راکټ مرمۍ د یوې کورنۍ پر څلورو ماشومانو چاودېدلی دی چې دغو ماشومانو ورسره لوبې کولې.
د ارغنداب ولسوالۍ د عامه اړیکو مسوول سید زبیر خالد هم تایید کړې چې تېره ورځ د لاهور ویالې په سیمه کې د یوې کورنۍ څلورو ماشومانو د راکټ له مرمۍ سره لوبې کولې چې پرې چاودېدلې.
په دغه پېښه کې یو ماشوم وژل وی او درې نور ټپیان شوی دی.
افغانستان چې له څو لسیزو راهیسې د جګړو تود سنګر و، دغه ډول ناچاودنو توکو یې د هلمند، کونړ او فراه په ګډون د یو شمیر نورو ولایتونو ولسی خلک قربانی کړی دی.
د دغو ناچاودو توکو او ماین پاکۍ مسوولین وایی، په هڅه کې دی چې د هېواد له کلیو، بانډو، دښتو او غرونو دغه ډول توکی راټول او خنثی کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ