کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو ویلی، چې کندهار کې د احمدشاه بابا د مور زرغونې آنا د مقبرې د بیارغولو چارې بشپړې شوې.
د احمدشاه بابا د مور زرغونې آنا مقبره چې د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په کوهک سیمه کې موقعیت لری، د بیارغولو چارې یې درې میاشتې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوری پیل شوې وې.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلی، چې د زرغونې آنا مقبرې په بیارغونه ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له بودیجې څخه تادیه شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ