کندهار کې د زعفرانو د پروسېس مرکز پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۳۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولایتی چارواکو په دغه ولایت کې د زعفرانو د پروسېس مرکز د پرانیستل کېدو خبر ورکړی.

د خبر پر بنسټ، د کندهار د کرنې رییس فضل الباری فضلی ویلی، د یاد ولایت اوبه او هوا د هر ډول کرکیلې لپاره برابره ده.

نوموړی زعفران، انجه او پسته د کوکنارو د کرکیلې ښه بدیل یاد کړی دی.

په ورته وخت کې د دې ولایت یو شمېر کروندګر وایی، په دې وروستیو کې په ګڼو سیمو کې خلکو د زعفرانو کرلو ته مخه کړې، خو ورته د بازار نشتوالى لویه ستونزه یادوی.

دوى وایی، پخوا یوازې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې زعفران کرل کېدل، خو اوس یې لړۍ ارغنداب، ژېړۍ، دامان، شاولیکوټ او یو شمېر نورو ولسوالیو ته هم غځېدلې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.