کندهار کې د سنو فارما کارخونه د درملو تولید تر ۱۷۰ قلمه رسوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندهار کې د سنو فارما درملو فابریکې مسوولین وایی، د روان کال تر پایه به د درملو تولیدات تر ۱۷۰ قلمه ورسوی.

د یادې کارخونې مسوولین زیاتوی، دمګړۍ شاوخوا ۱۵۰ قلمه درمل جوړوی، چې شربت، ټابلیت او کپسول په کې شامل دی.

د یادې کارخونې رییس وایی، اوس مهال یې د هېواد ۹۰ سلنه برخه له خپلو درملو برخمنه کړې او پلان لری، چې افغانستان د درملو په برخه کې پر ځان بسیا کړی.

نوموړی وایی، دا مهال یې ټول هېواد کې تر ۴۰۰ پورې خلک پر کار ګمارلی دی.

بل لور د یادې کارخونې کار کوونکی وایی، دوی یوازې په کارخونه کې تر ۳۰۰ کسان کار کوی، چې له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوی.

د کندهار د صنایعو خونې مسوولین هم د سنو فارما کارخونه د باکېفیته درملو لپاره ښه مرکز ګڼی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.