کندهار کې د شکرینه کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار د کرنې ریاست مسوولینو ویلی، چې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د شکرینه په نوم کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دوی په خبره، یاد کانال ۱۲ سوه متره اوږدوالی لری، چې ۶۹ زره امریکایی ډالره لګښت پرې راغلی دی.
مسوولین وایی، چې د دغې کانال په جوړېدو سره شاوخوا ۱۷۵ هکتاره ځمکه د خړوبېدو څخه برخمنه شوه.
د مسوولینو په خبره، دغه کانال د ROP-AMP پروګرام د اوبو لګولو ټیم لخوا په اساسی ډول رغول شوی، چې د مسوولینو په خبره د اوبو په سپما کې به مهم رول ولوبوی او بزګرانو ته به په اوبو لګولو کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.