کندهار کې د غوړیو د تولید درې فابریکی جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ځایی مسوولینو ویلی، چې دغه ولایت کې په عصری ټکنالوژۍ سمبال د غوړیو د تولید درې فابریکی جوړیږی.

د مسوولینو په وینا په دې فابریکو کې به په نړیوال معیار برابر باکېفیته غوړی تولیدیږی.

اوس مهال کندهار کې هر کال ۵۰ زره ټنه د پنبه دانې کورنی غوړی د پنبې د پروسېس له فابریکو ترلاسه کیږی، چې د کندهار د صنعت او معدن خونې په وینا د کېفیت له اړخه ډېر ښه نه دی.

د یادې خونې مسوولین وایی، په کندهار کې دامهال د غوړو د تولید د دریو فابریکو د جوړېدو چارې روانې دی، چې غوړی به پر نړیوال معیار برابر د عصری ټیکنالوژی پر مټ تولید او کېفیت به یې سل سلنه ښه وی.

په دې وروستیو کې د کندهار اوسېدونکو د پنبه دانې کورنیو غوړیو ته مخه کړې او تقاضا یې هم زیاته شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.