کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کندهار ولایت کې د فصلی سبزیجاتو د دودولو په موخه شنې خونې جوړیږی.
د کندهار کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایی، د فصلی سبزیجاتو د ترویج په موخه یې د کندهار ښار په ګډون د دغه ولایت په ډنډ، ژېړۍ، دامان او خاکرېز ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ وزارت په مرسته په آزمایښتی ډول د پنځو شنو خونو د جوړېدو لړۍ پیل کړې، چې پر هره شنه خونه ۱۷۰ زره افغانۍ لګښت راځی.
بل لور د دغه ولایت یو شمېر کروندګر د شنو خونو جوړېدل د کرنې سکټور د ودې لپاره ګټور بولی.
دوی وایی: شنې خونې د کال په ټولو فصلونو کې حاصلات ورکوی او دا چاره د کروندګرو د ملاتړ په برخه ګټوره ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ