کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کندهار ولایت کې د لومړی ځل لپاره د روب جوړولو یوې کارخونې په فعالیت باندې پیل کړی دی.
د مسوولینو په وینا په دغه کارخونه کې هره ورځ شاوخوا سل ټنه رومیان پروسېس او روب ترې جوړیږی.
دوی زیاته کړې، چې په دغه کارخونه کې د کندهار، هلمند او فراه ولایتونو له رومیانو څخه روب جوړیږی، چې کروندګر یې د خپلو حاصلاتو لپاره ښه بازار بولی.
د کارخونې مسوولینو ویلی، چې ځان سره یې په دغه فابریکه کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ